د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» د منځنۍ آسیا هېوادونو ته تللی او ویل شوي چې هلته به پر نورو مسایلو سربېره د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، جواد ظریف پرون دوشنبه اوزبکستان ته لاړ او له هلته یې له ولسمشر «شوکت میرضیایف» سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، چې ظریف او میرضیایف په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر له افغانانو سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

راپورونه وایي، جواد ظریف به له دې سفر وروسته قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان ته هم لاړ شي او د دغو هېوادونو له ولسمشرانو او خپلو سیالانو سره به د کتنې پر مهال د افغان سولې پر بهیر هم خبرې اترې وکړي.

په نړیوال سټېج د افغان سولې د پروسې یادونه داسې مهال کېږي، چې اټکل شوی څو ورځې وروسته په ترکیه کې هم یوه ناسته وشي، چې د دولت او طالبانو پر استازو سربېره به د ځینو هېوادونو استازي پکې ګډون وکړي.