د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، چې د افغان سولې لپاره روان بهیر ګونګ دی او دوی په دې برخه کې له ډېرو خبرو ناخبره پاتې شوي.

د ولسي جرګې غړو د افغان سولې په تړاو د روسیې ناستې ته په اشارې ویلي، چې د افغان پلاوو له هېواده بهر هره ناسته له مثبتې نتیجې پرته پای مومي، ځکه په دې پروسه کې هر کس ځانګړې طرحه لري چې د سولې بهیر یې ګونګ کړی دی.  

د ولسي جرګې د غړو په وینا، چې دوی د خلکو د استازو په توګه له دې پروسې ناخبره پاتې شوي او څرګند رول یې نه دی لوبولی.

دوی په لوړپوړو چارواکو هم نیوکه کړې، چې امریکا ته په هر ځل تګ سره نوې طرحه راوړي او دا پروسه یې نامعلومه او بې اغېزې کړې ده.

د ولسي جرګې ځینې غړي دا خبرې داسې مهال کوي، چې تمه ده څو ورځې وروسته د افغان سولې په خاطر په ترکیه کې ناسته وشي. دا غونډه چې ملګري ملتونه به یې څارنه کوي، د دولت او طالبانو استازي به پکې د افغانستان پر راتلونکي دولتي جوړښت، اوربند او نورو ګڼو مسایلو خبرې وکړي.