
محمدنبي عیسیخېل د کرکټ د نړیوالې شورا په درجهبندۍ کې له دویم څخه درېیم الراونډر شو، خو په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې بیا پر خپل لومړي ځای پاتې دی.
د کرکټ نړیوالې شورا دا تازه درجهبندي پرون چهارشنبه (د وري ۱۱م) اعلان کړه، چې پکې د محمدنبي عیسیخېل پرځای د انګلستان د لوبغاړي «بین سټوکس» نوم راغلی دی او نبي عیسی خېل درېیم مقام ته را کښته شوی دی.
بین سټوکس د هند پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې په زړهپورې لوبې وکړې.
خو نبي عیسی خېل په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې لومړی او ورپسې شکیب الحسن دویم ځای لري.
بلخوا راشدخان څو ورځې وړاندې په شل اوریزو سیالو کې د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې له لومړي مقام څخه دویم ته راکښته شو او لومړی مقام ترې د سویلي افریقا سلو توپاچوونکي «تبریز شمسي» خپل کړی دی.