د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشرغني د هغه څرګندونو هرکلی کړی چې تېره ورځ یې د کمال خان بند د پرانیستې د مراسمو پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اوبو په برخه کې همکاري ډېرېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده تېر مازیګر یوې خبرې غونډې ته ویلي، د هلمند د سیند حقوقي بنسټ لري او د ۱۳۵۱ کال کې د تړون له مخې د ایران د ابو حقوق معلوم دي او افغان دولت د ایران دې حق ته ژمن دی.

خطیب زاده زیاته کړه، ایران د افغان ولسمشر اشرف غني د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې وې ویل، اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ موضوع ده او په دې برخه کې به چمتووالی نیسي.

ولسمشرغني تېره ورځ د کمال خان بند د پرانیستې پر مهال وویل، وروسته له دې ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په وینا یې ایران دې تېل راکړي موږ به اوبه ورکړو.

دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې د هلمند د سیند اوبه پرېمانه ایران ته روانې وې او هیڅ پوښتنه یې نه کېدله.