د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي ابتدایي محکمه پرون چهارشنبه پیل شوه، چې د اپریل تر پنځلسمې به دوام وکړي. 

د نیکولاس محکمه د ۲۰۱۲م ولسمشریزو ټاکنو کې د ناقانونه تمویل په تړاو پیل شوې، چې دا یې ابتدایي محکمه بلل کېږي.

پر دې سربېره پر ۶۶ کلن سرکوزي تورونه وو چې په اداري فساد کې ښکېل او په یوه بله قضیه کې یې لاس درلود.

راپورونه وايي، که سرکوزي د یادو تورونو پر اساس مجرم ثابت شي، نو پر یوه کال بندخونې تېرولو سربېره به د نقدي جریمې سزا هم ورته واورول شي.

خو نیکولاس سرکوزي پر ده لګېدلي تورونه بې‌بنسټه بولي او په خبره یې چې نوموړی په هېڅ ډول اداري فساد کې لاس نه لري.