د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د شنو خونو د حاصلاتو د رسېدو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.

له کرنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، چې ددې ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په شنوخونو کې بادرنګ کرل شوي دي، چې اوس مهال یې حاصلات رسېدلي دي او نږدو ورځو کې به د ګرشک بازار تر څنګ لښکرګاه ښار ته به هم وړاندې شي.

زلمی الکو زیاته کړه، چې نورو کلونو کې به دهېواد دنورو ولایتونو تر څنګ ان د ایران او پاکستان هېوادونو بادرنګ دې ولایت ته وارېدېدل، خوسږکال د دې ولایت د شنو خونو له دودېدو سره سم اوس د سېمه ییزو هټیوال او د ترکاریو کاروباریان اړ نه دي، چې د نورو ولایتونو او هېوادونو محصولات دې ولایت ته راوړي.

زلمی الکو وویل: «د کرنې ریاست هلې ځلې کوي تر څو په هر موسم کې تازه سابه مارکېټ ته وړاندې کړي. له نېکه مرغه سږکال د نهرسراج بادرنګ او د ناوې ولسوالس مارو کدو د کال په دې موسم کې بازار ته وړاندې شول.»

هلمند د هېواد په سوېل کې پروت ولایت چې ۸۰ فیصده خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ که چیرې په دې ولایت کې شنې خونې زیاتې شې یاد ولایت به د سبو او ترکاریو په برخه کې پر ځان بسیا شي.