نن د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي، چې تر شنبې پورې به دوام وکړي.

افغانستان او زیمبابوه به نن د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې میدان ته ښکته شي او د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ به نن پیل کړي.

ویل کېږي چې د دې سېریز لومړۍ لوبه به نن (چهارشنبه)، دویمه سبا او وروستۍ لوبه به یې د جمعې پر ورځ ترسره شي. 

څو ورځې مخکې د افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټېسټ لوبې هم وشوې، چې یوه زیمبابوې او بله افغانستان وګټله.

افغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د زیمبابوې پر وړاندې په ۱۰ ویکټو مات شو، خو په دویمه سیالۍ کې یې وکولای شوای چې د زیمبابوې ۱۰۸ منډو هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي.