د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې ۶۱ کلن سر روزنکي «ویو اخیم لوو» له دندې استعفا وکړه، چې له خلکو سره یې ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي.

‘ویو اخیم لوو’ له ۲۰۰۶م راپدېخوا د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې لارښود و، او  له دې لوبډلې سره یې تر ۲۰۲۲م پورې د همکارۍ قرارداد درلود.

تر دې دمه ‘ویو اخیم لوو’ د خپلې استعفا په اړه څه نه دي.  

خو د ځینو سرچینو په خبره، چې نوموړي د دغه فدراسیون په خوښه دنده پرېښې او خپله همکاري یې پایته رسولې ده.

فوټبال یوه هغه نړیواله لوبه ده، چې د نورو لوبو په څېر یوه لارښوونکي ته پکې ضرورت وي، چې د ښې لوبې د ترسره‌کېدو په موخه، د لوبغاړو ښه روزنه وکړای شي.