د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې وزارتونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د افغانستان له کرنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا سند چې«د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک» په نوم یادېږي، په انقره کې د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ په وزارت کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي ترمنځ لاسلیک شو.

خبرپانه لیکي، په دې هوکړه لیک کې د داوړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنه، د کرنې، اوبولګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.

کرنې وزارت وایي، ښاغلی احدي په دې لیدنه کې د خپلو خبرو په پیل کې د بلنې او د خبرو د تنظیم په پار د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر څخه مننه وکړه.

د سرچینې په خبره، په دې غونډه کې د افغانستان د کرنې وزیر وویل، چې افغانستان او ترکیې لرغونې اړیکې لري او په دې وروستیو کې دا اړیکه سل کلنه شوه. دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له یوبل سره همکاري لري.

هغه د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک په هکله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو وویل، چې دا هوکړه لیک د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار د دواړو هېوادونو ترمځ ښه پیل دی.

د افغانستان دکرنې وزیر زیاته کړه: «د ترکیې هېواد افغانستان سره له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې مرستې او همکارۍ کړي دي او خوښ یم، چې د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار نن یوه هوکړه لیک لاسلیک کوم، چې په دې هوکړه لیک کې د کرنې اړوندو موضوعاتو ته په هر اړخیز ډول ځای ورکړل شوي دي او کولئ شي، چې د اړیکو د پیاوړتیا لامل شي، ځکه د ترکیې کرنیز تجربې کولئ شي، چې د افغانستان دکرنې د ودې لپاره مؤثر وي.»

د افغانستان دکرنې وزیر وویل: «د هوکړه لیک محتوا عالي ده او زموږ پروګرام داده، چې دا هوکړه لیک په ښه ډول پلي کړو. د کرنې په وزارت کې زموږ همکاران کار کوي، چې دا هوکړه لیک په ښه ډول پلي شي.»

تر هغه وروسته په دې غونډه کې د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي وویل، چې د دواړوهېوادونو لپاره کرنه یو لوی سکټور دی او دا هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالوماتو شریکولو په پار یو ښه پیل دی، ترڅو د یوبل له تجربو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړو.

د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر هم وویل، چې ترکیې او افغانستان ښې او لرغونې اړیکې لري او په وروستیو څو کلونو کې ترکیه له افغانستان سره مرستې او همکارۍ کړي دي او دا هوکړه لیک کولئ شي، چې دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د بېلابېلو هېوادونو په همکارۍ سره کرنه وده کوي او موږ غواړو چې افغانستان سره مرسته وکړو.

د افغانستان اسلامي جموریت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د لازیاتو همغږیو او د کرنیزو همکاریو د زیاتوالي په پار د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه لیک د دواړو هېوادونو دګډ ټیم له خوا په ۱۰ مادو کې چمتو او لاسلیک شو.