ملي دفاع وزارت وایي، کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب او پنجوايې ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل.

خبرپاڼه لیکي، د یادو علمیاتو په پایله کې ۲۲ طالبان ووژل شول, ۷ تنه ټپيان او د ارغنداب ولسوالۍ پراخه سېمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې, د هغوی ۲ قرارګاوې او ۲ موټر سایکل له منځه یوړل شول.

دغه وزارت وایي، همدا راز د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کۍ د طالبانو له خوا ۱۷ کړۍ خښ شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لورې کشف او شنډ شول.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسي په هېواد کې د هدفي وژنو ترڅنګ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم زیاتې شوې دي او دغه دواړه لوري یو بل ته د درنو مرګ‌ژوبلو اړولو ادعاوې کوي.