افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د اېکو سازمان سرمشریزې ته د خبرو پر مهال وویل، که د افغان سولې بهیر ناکام شي پاکستان به ترټولو زیات زیان وویني.

ولسمشرغني تېره ورځ د اېکو سازمان سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان افغانستان ته د تلپاتې سولې راوستلو کې اړینه مرسته کولای شي، نوموړي ویلي، د افغانستان د لاسته راوړنو او د راتلونکي د خوندي ساتلو لپاره باید نړیوال تضمین موجود وي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې افغانستان کې د اساسي قانون برلاسی یو اړین شرط دی او د نړیوالې ټولنې په مرسته او تر څارنې لاندې دي په افغانستان کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

په ورته وخت کې د اېکو سازمان سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر هم وینا وکړه او وې ویل، هیله لري چې د افغان سولې روان بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي او دغه هېواد د تلپاتې سولې خاوند شي.

وروسته تر هغه چې څو ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد کابل ته راغی له ځانه سره یې د انتقالي حکومت طرحه هم رواوړې چې د ځینو سرچینو په خبره دغه طرحه یې د هېواد له ټولو سیاسیونو سره شریکه کړې ده.