په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، چې دا به کابل ښاریان له جدي ستونزو سره مخ کړي.


د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال له دفتره په خپره ‌شوې بیانیه کې ویل شوي، چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه مخ په ټیټېدو دي، چې ستر لاملونه یې په ښار کې زیات نفوس او له اوبو څخه ناسمه استفاده ګڼل کېدای شي.


افغان حکومت وايي، چې په تېره یوه لسیزه کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه کچه په اوسط ډول ۱۲ متره ټیټې شوې، خو د خیرخانې مېنې سیمه، چې اوبه پکې ۴۵ متره ټیټې شوې، د اوبو د کمښت له جدي ګواښ سره مخ ده.
د جمهوري ریاست لومړي معاون د کابل تر ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو بل لامل د لوړو او غیرمعیاري ودانیو جوړول یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې حکومت به د دغو ماڼیو په مالکانو درنې جریمې وضع کړي.


افغان حکومت همدارنګه له ټولو کابل‌مېشتو غوښتي، چې د اوبو له ناسمې استفادې څخه ډډه وکړي.
حکومت، کابل‌ ښاریانو د دغه ستر ناورین خبرداری داسې مهال ورکوي، چې روان ژمی په ټول هېواد کې خورا لږ اورښتونه وشول، چې هېوادوال یې د راتلونکي کال وچکالۍ ته اندېښمن کړي دي.