ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په ننګرهار کې د ګچو د کارخونې پر کارکوونکو برید یو تروریستي عمل دی او دایې د طالبانو کار بللی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په ډېرې خواشینۍ سره د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په باوري کلي کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو د تروریستي برید له امله د یادې کارخونې اوه کارکوونکي وژل شوي دي..

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د دې وحشیانه عمل د غندنې ترڅنګ وویل، طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یو وار بیا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او زموږ بېګناه هیوادوال وژني.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې یاده پېښه وڅېړي عاملین یې ونیسي ا په سزا یې ورسوي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره روځ د ننګرهار ولایت سرخ رود ولسوالۍ کې د ګچو پر یوه کارخونه نامعلومو وسله‌والو برید کړی چې په پایله کې یې د یادې کارخونې اووه کاریګر وژلي وو.