د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هندوستان په اتراپرادېش ایالت کې یو کس له خپلې لور د دې لپاره سر پرې کړی چې له یوه هلک سره یې چې د هغه نه خوښېدو اړیکه درلودله.

هندۍ رسنۍ وایي، د اتراپرادیش پولیسو یاد کس چې سرویش کومار نوموېږي لیدلی او په داسې حال کې یې ویډیو ترې کړې وه چې د خپلې لور سر یې په لاس کې وو او په سرک روان وو.

د پولیسو د راپورو له مخې، نوموړي ویلي، لور یې د دې لپاره وژلې او سر یې ترې پرې کړی چې هغې له یوه هلک سره نامشروع اړیکه درلودله او د ده هغه هلک خوښ نه وو.

په دغه ویډیو کې نوموړی وایي، د خپلې لور او هغه هلک اړیکه یې نه وه خوښه. او په خبره یې، لور یې په کور کې یوازې نیولې وه، د خونې دروازه یې بنده کړې وه وروسته یې په تېزه چاړه د هغې سر پرې کړی دی.

نوموړي ویلي، وروسته تر هغه چې یې له خپلې لور سر پرې کړ په خونه کې یې د هغې جسد او هغه چاړه چې پرې وژل شوې وه پرېښوده، او سر یې ورسره واخیست ترڅو د پولیسو ځای ته ورشي.

په ورته وخت کې د هندوستان حکومت د هغه پولیس دنده هم ځنډولې چې له یاد کس څخه یې ویډیو کړې او د هغه تصویرونه یې اخیستي وو.

د یادونې ده چې په هندوستان کې دې ته ورته پېښې ډېری وخت کېږي او نجونې د کورنۍ له خوښې بغیر له کوم چا سره اړیکه جوړوي چې وروسته د کورنۍ له خوا له غبرګون سره مخ کېږي او ډېری داسې قضیې په هندوستان کې د مرګ لامل شوې دي.