لیکوال: د کرکټ پخوانی لوبغاړی

کرکټ په افغانستان کې تل هغه برخه پاتې شوې چې خلکو ته یې خوښي ورکړې او د مظلوم او دردیدلي ولس پر شونډو یې مسکا خوره کړې.

خو په کرکټ کې یوه حاکمه مافیایی ډله شته چې تل یې د افغانستان له کرکټ سره نه جبرانیدونکی ظلم او جفا کړی او لا هم دا سلسله روانه ده. د کرکټ د یوه لوبغاړي په توګه او هغه څه چې ما لیدلي او هغه ظلم او زیاتی چې له ماسره شوي د هېرېدو نه دي، نه یواځې له ماسره بلکه د لسګونه نورو لوبغاړو سره هغوی چې که چیرته برابر چانس ورکړی شوی وای نن به نړیوال ستوري و، خو د هغو لوبغاړو راتلونکی  په یوه او بله نامه خراب شوی او کیریر یې له منځه وړل شوی.

 
یو مثال یې دلته وایم، په افغانستان کې د کریم جنت په څير لسګونه څه چې سلګونه لوبغاړي و چې اوس یې څوک نوم هم نه اخلي، خو اصغر خپل ورور ته دومره ډیر چانس برابر کړ چې ایله یې یو ډیر عادي لوبغاړی ترې جوړ کړ. تاسې فکر وکړئ چې د څومره لوبغاړو کیریر به ور خراب کړل شوی وي تر څو دده ورور یو نورمال لوبغاړی شي.

جاوید احمدي چې یو وخت یې تر نبي ډیر ښه بالینګ او ښه بیټنګ کاوه د نبي په خاطر یې په لوبو کې نه اخست تر هغو چې کیریر یې ور تباه کړ چې اوس د راشد په زور په لوبډله کې ورته ځای برابریږي. داسې لسګونه او سلګونه مثالونه شته. د ایرلینډ سره په تېر سریز کې عظمت الله عمرزي ته یواځې په یوه لوبه کې چانس ورکړل شو او هغه هم یواځې څو بالونه ولوبول او یواځې څلور اورونه یې پرې وکړل. شاید دا د عمرزي لومړی او وروستی سریز واوسي. شرف الدین اشرف له تېرو څلورو کلونو منتظر دی ځکه نبي نه غواړي کرکټ پریږدي او خپل ځای ځواب او تر ده په مراتبو ښه لوبغاړي ته خوشې کړي.

په ورستیو کې کرکټ بورډ د لوبغاړو په انتخاب کې دقت پیل کړی، له ایرلینډ وروسته د زمبابوې سره د دوه تېسټ لوبو لپاره یو بهترین سکواډ انتخاب شو چې اصلا یې توقع نه کېده چې دا یوه ښه پرمختګ او نویو را ټوکېدلو لوبغاړو ته هیله بښوونکی خبر دی. همدارنګه کرکټ بورډ د لوبغاړو د مدیریت سیسټم رامنځته او سلیکشن کمیټه یې منحل کړه، دا هم په خپل ځای ښه اقدام دی چې پایله یې هم تراوسه ډیره ښه ده خو په دغه سیسټم باید لا ډیر کار وشي.

که د لوبغاړو سره د ظلم او زیاتي بحث ته ولاړ شو په لسګونه مثالونه مې همدااوس ذهن ته راځي چې ترې تېریږم. ډير کم داسې نوي لوبغاړي تاسې موندل شئ چې په خپل وخت کې ورته چانس ورکړل شوی. د لسګونه لوبغاړو کیریر په یوه او بله بهانه ور خراب کړل شوی او کلونه کلونه یې په انتظار ضایع شوي. دا ځکه چې که هغه لوبغاړو ملي لوبډلې ته لار موندلې وای نو بیا د حاکمې مافیا ځای په لوبډله کې نه جوړېده.

ایا اصغر افغان لا هم د لوبډلمشری لپاره وړ کس دی؟

اصغر افغان د کریکنفو د مالوماتو په اساس ۳۳ کلن ځوان دی، د معمول مطابق زمونږ ټول سینیر لوبغاړو لس کاله عمرونه کم ورکړي، اصغر چې له له کومه وخته پیژنم فکر کوم عمر یې شاید تر څلوویښتو پورته وي. ټولټال یې ۱۱۴ یو ورځنی لوبې کړې چې یواځې یوه سلیزه لري او اوریج یې یواځې ۲۴ دی.

که د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۲۰۲۳ ورلډ کپ لپاره کومه برنامه لري نو باید واضحه یې کړي، ایا له اوسني جوړښت سره نړیوال جام ته ځي او که تغییرات راولي. که تغییرات راولي چې راوستل یې اړین او حیاتي دي نو باید له همدااوسه د نوې ځوانې لوبډلې په جوړولو پیل وکړي او یو داسې لوبډلمشر ورته وټاکي چې لږ تر لږ لس کاله د کرکټ کولو جوګه وي.

زه چې څومره اصغر پیژنم هغه نه غواړي چې له لوبډلمشرۍ لاس واخلي، هغه به هرومرو کوشش کوي چې ۲۰۲۳ نړیوال جام کې د لوبډلمشر په توګه ولوبیږي او دا یې هغه ارمان هم دی چې پوره کیدل یې سراسر د افغانستان د کرکټ په زیان دي.

د اصغر تر څنګ نبي او ځینې نور لوبغاړي هم باید پر وخت له ملي لوبډلې استعفا وکړي او که له کرکټ سره ډیره مینه لري نو د لیګونو کرکټ ته دې مخه کړي.

د زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ لوبې ارزونه

د زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره په سکواډ نه یواځې چې اعتراض پرې وشي بلکه باید وستایل شي. افغانستان د تېسټ کرکټ په برخه کې لا هم ډیر کمزوری دی او ټېست لوبو ته په یوه ورځ لوبغاړي نه برابریږي، بلکه کلونه باید محنت او خواري وشي تر څو یوه پیاوړې ټېسټ لوبډله رامنځته شي او دا یوه دوامداره پروسه غواړي. دا د خوښۍ ځای دی چې ځوان لوبغاړو او هغوی چې په کورني کرکټ کې یې ښه فرفارمنس کړی په لوبډله کې شامل دي، باید همدوی ولوبول شي ترڅو څو کاله وروسته مونږ د ټېسټ یوه پیاوړې لوبډله ولرو.

اصغر افغان د زمبابوې پر وړاندې په لومړی لوبه کې ډير کوشش وکړ چې کرکټ بورډ ادارې ته وښایي چې د ځوان لوبغاړو د انتخاب پایله به تل همداسې د شرم وي. هغه وښوده چې که د لوبغاړو په انتخاب کې د ده سلا او مشورو ته غوږ ونه نیول شي دغسې به یې په میدان کې انتقام اخلي.

د ابوظبي لوبغالي له پیچونو او کندیشن سره اصغر تر هر چا ډیر بلد دی، اصغر یو پخوانی عادت لري او په دې مشهور دی چې د پیج جوړونکو سره یې تل لانجې وي. اصغر پیج یواځې د دوه یا دری لوبغاړو لپاره جوړوي چې دا پخپله د اصغر خیانت دی.

د زمبابوې پر وړاندې د لومړی ټېست لوبې په ورځ اصغر افغان وروسته له هغه چې پوه شو پیچ د تیز توپ اچونکو لپاره ډیر څه لري، د بچې له ګټلو وروسته یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، او ورپسې یې ځوان لوبغاړي ورته رامخته کړل او خپله په دواړو اننګونو کې په اووم نمبر توپوهنې ته راغئ. کله چې پیچ باندې چمن و او د تیز بالینګ لپاره جوړ برېښده نو اصغر افغان له یوه تیز توپ اچونکي سره ولاړ، همدارنګه یې د ریګولر بیټسمن په ځای دوه کیپران واخستل. منیر یې ځکه نشو ډراپ کولی چې هغه په تمریناتي لوبه کې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې وې او افسر ځاځی یې د ملګري پخاطر نشو کینولای. لنډه دا چې اصغر هغه څه چې غوښتل وکړي ترسره کړل او دا یې وښوده چې د لوبغاړو انتخاب باید دده په خوښه وشي کنه عواقب به یې دغسې وي. په لوبه کې ګټل او بایلل شته خو دغسې بایلل یواځې هغه وخت امکان لري چې یا لوبه فکس شوې وي او یا هم لوبډلمشر اصغر خان وغواړي چې همداسې یې وبایلي.

په اخر کې یو ځل بیا غواړم خپله غاړه خلاصه کړم. اصغر افغان د افغانستان کرکټ کلونه وخوړ او دا لړۍ لا هم روانه ده. هغه د لسګونه لوبغاړو د کرکټ اینده ور خرابه کړه او لا هم لګیا دی. اکرام علی خیل چې زمونږ د ټېسټ او یو ورځنیو لوبغاړو غوره کیپر توپوهونکی دی په لوبډله کې نه اخلي ځکه هغه په تېر نړیوال جام کې د هیواد لپاره لوبېده او د اصغر، نبي او راشد خبره یې نه منله.

که غواړئ کرکټ مو پرمختګ وکړي یواځې او یواځې اصغر افغان لیرې کړئ بیا ګورئ چې څومره پرمختګ کوي.