د ګلوب اند مېل په نوم یوې کاناډایي ورځپاڼې راپور ورکړی چې په ننګرهار ولایت کې د انعکاس تلویزیون پر کارکوونکو د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

 تر دې وړاندې د انعکاس تلویزیون د یوې بلې کارکوونکې ملاله میوند د مرګ مسوولیت چې څو میاشتې وړاندې په ننګرهار ښار کې ووژل شوه هم داعش ډلې منلی وو.

تېره ورځ نامعلومو وسله‌والو جلال‌اباد ښار کې د انعکاس تلویزیون د دوبلې برخې پر کارکوونکو برید وکړ چې په پایله کې یې درې ښځینه کارکوونکې ووژلې او یوه بله یې ټپي کړه.

د انعکاس رادیو تلویزیون مدیر زلمي لطیفي ویلي، په دې برید کې د دوبلې برخې درې کارکوونکې، مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رووفي وژل شوې دي.

دغه راز په دې برید کې دوې نورې ښځې هم ټپي شوې دي، بلخوا د ننګرهار امنیه قومندان جمعه ګل همت بیا تېر ماښام له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو یې یو تن نیولی چې د دې برید طرحه کوونکی وو.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې د دغې پېښې عاملین ونیسې کنه له خپلو دندو دې استعفاوي ورکړي.