د افغانستان بانک وايي، چې په ۲۰۲۰م کې ۷۴۱۴ ټنه کورني محصولات صادر شوي.

دا محصولات د ۱۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته د هوايي دهلیزونو له لارې صادر شوي دي. 

دا توکي د چین، عربي اماراتو، عربستان او ترکیې په ګډون ځینې اروپایي هېوادونو ته هم صادر شوي دي. 

د افغانستان بانک په اعلامیه کې ویل شوي، چې بهر ته د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات په قرنتین کې هم کېدل او هیلې شته چې دا لړۍ به سږ کال نوره هم چټکه شي.

دا چې د افغانستان وچې مېوې او زغفران په نړۍ کې د ښه کیفیت ارزښت لري، پر دې سربېره یې دارویي بوټي او غالۍ هم په نړیوالو مارکیټونو کې ښه پېرل کېږي.

افغانستان پر هوايي دهلیزونو سربېره د وچې او اوبو له لارې هم صادرات کوي او په نړیوالو مارکیټونو کې یې د ښه کیفیت ډېره تقاضا لیدل کېږي.