
په افغانستان کې یو میلیون ماشومان او ښځې په نشهیي توکو روږدي دي، چې دا شمېره د ښارونو په پرتله په لرې پرتو سیمو کې مخ په ډېرېدو ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول هېواد کې ۸۵۰ زره مېرمنې او ۱۵۰ زره ماشومان نشهيي توکي کاروي. څېړنو په نشهيي توکو د روږدو مېرمنو او ماشومانو ډېر لاملونه په ډاګه کړي، چې ځینې یې غربت، کورنۍ ستونزې او نامناسب چاپېریال بلل شوي دي.
د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې داسې مېرمنې او ماشومان هم شته چې د کورنۍ مشر یې په جبري توګه د نشهيي توکو استعمال ته مجبوروي. په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درمنلې لپاره ۴۰۷۰ بسترونه شته، چې په هغو کې ۱۸ سلنه د مېرمنو لپاره ځانګړي شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په کال کې ۱۰۰ ملیارده افغانیو ته اړتیا ده، خو اوس په کلني ډول یو ملیارد افغانۍ ورته ځانګړې شوې، چې په سلو کې یوازې د یوه کس درملنه پرې کېدای شي.
په افغانستان کې، چې د نشهيي توکو لوی تولیدوونکی هېواد دی، د نارینهوو په ګډون پکې په نشو د روږدو مېرمنو او ماشومانو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.