نامعلومو وسله‌والو نن (چهارشنبه، د کب ۱۳مه) د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند په خیرخانه سیمه کې، د کابل پوهنتون پر استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز ډزې کړې او وژلی یې دی .

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پېښې په تایید زیاته کړې، چې مولوي فایز د سهار لمانځه ته په لاره و، چې وسله‌والو پرې ډزې کړې. 

د فرامرز په خبره، چې د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

د مولوي فایز د وژنې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې دی چې څو اوونۍ وړاندې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ استاد مبشر مسلمیار هم د یوه چسپکي ماین له کبله ووژل شو، او د مړینې مسوولیت یې کومې وسله‌والې ډلې یا کوم شخص په غاړه وانخیست.

دغه راز تر هغه وړاندې بیا په افغانستان کې جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رییس محمد عاطف هم د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سلیم کاروان ښارګوټي سره د چسپکي ماین له کبله ووژل شو.

د یادونې ده وروسته تر هغه چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شول په هېواد کې جګړې بل رنګ واخیست او پر مدني فعالانو، علماوو، خبریالانو بریدونه زیات شول چې لا هم دوام لري او مسوولیت هم څوک نه مني.