د کورنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې به د ښځینه پولیسو شمېر لس زره شي.

یاد وزارت ویلي، چې تر دې دمه د پولیسو په لیکو کې ۴۰۰۰ ښځینه پولیسې شته، خو دا شمېر به د څلورو کلونو په تېرېدو سره ۱۰ زرو ته لوړ شي. 

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د ښځینه پولیسو شتون مهم ګڼلی او ویلي یې دي، چې دا شمېر به د ښه کیفیت له اړخه تر لسو زرو ورسېږي. 

اوس مهال د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر ۳ سلنه دی، خو د اندرابي په خبره چې دا شمېره به د لږو کلونو په تېرېدو دوه‌نیم برابره کړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې ښځینه پولیسې د دندې پر مهال له جدي ګواښونو سره مخ دي او د دویز ژوند له امله په ډاډه زړه فعالیت نشي کولای.

خو د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي بیا د ښځینه پولیسو لپاره د مناسب کاري چاپېریال پر وړاندې خنډ جګړه ګڼي او زیاتوي چې اوس مهال د پولیسو ډېره انرژي د اصلي دندو پرځای په جګړه مصرفېږي، خو د رهبرۍ د هڅو پر اساس به ډېر ژر ټول پولیس د جګړې پرځای په اصلي دندو بوخت شي، چې ورسره به د ښځینه پولیسو ژوند هم خوندي شي.