نن سې‌شنبه (کب ۱۲مه) په ابوظبۍ کې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ لوبې لړۍ پیل شوه، افغان لوبډله تر دې دمه له ستونزو سره مخ ده او په کمو منډو کې یې زیات لوبغاړي له لاسه ورکړي دی.

پچه افغانستان وګټله او په توپوهنه یې دا پنځمه رسمي ټیسټ لوبه پیل کړه، چې تر دې دمه یې د (۱۱۰) منډو په کولو سره ۷ شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي.

په دې لوبه کې اصغر افغان، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، منیر احمد، ظاهر خان، یامین احمدزی، امیر حمزه او عبدالواسع لوبېږي.

د افغانستان مشهور لوبغاړي «راشدخان» د ټپونو له امله په دې سیالۍ کې ګډون ونشو کولای او پرځای یې عبدالواسع اخیستل شوی دی.

دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه ده، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان تر دې دمه څلور رسمي ټیسټ لوبې کړې، چې په هغو کې یې دوې بایللې او په دوو نورو کې یې بریا خپله کړې ده.