په امریکا کې د واورین مار عکسونه پر خواله رسنیو خپاره شول او نړۍ یې حیرانه کړه.
دا ۳۲ متره اوږد مار د امریکا په «کولوراډو» ایالت کې پنځو وروڼو له واورې څخه جوړ کړ او د کلي خلک یې ګوته پر غاښ کړل.
د دوی په خبره، چې د دې مجسمې په جوړولو یې لس ساعتونه ولګېدل.
دا مجسمه کټ مټ لکه د اصلي مار غوندې رنګ لري، ځکه یې ډېر کسان حیران کړي او د دې هنر ستاینه یې کړې ده.
له واورې څخه د مجسمې جوړول خورا سخت دي، خو د دغو ځوانانو په خبره، چې دا هنر یې په ماشومتوب کې له پلار څخه زده کړی او اوس د خلکو د خوښ ساتلو په خاطر له واورې څخه هر ډول مجسمې جوړولی شي.
ډېرو خلکو دغه واورین مار له نږدې ولید او عکسونه یې ترې وویستل.