وروسته تر هغه چې امریکا محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړ، ملګرو ملتونو په نوموړي د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.

د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې چارواکي د امریکا راپور په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې ده چې پر محمد بن سلمان باید تردې وړاندې لا بندیزونه لګېدلي وای.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړې استازې اګنیس کالامار ویلي، محمد بن سلمان ته په سزا ورکولو کې پاتې راتلل ډېر بد کار دی. هغه وایي، دا کار دې ته ورته دی چې یو کس محکمه کې ملامت وګڼل شي خو بیا وروسته یې د خوشې کولو امر وشي.

د هغې په باور محمد بن سلمان ته ولې مخکې سزا نه ورکول کېدله او په خبره، اوس باید ژر تر ژره پر هغه بندیزونه ولګول شي او سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د امریکا نوې ادارې هغه د جمال خاشقجي د مړینې په تړاو هغه راپور خپرو کړ چې د ټرمپ ادارې له سعودي سره د ښه اړیکو ساتلو له کبله نه خپراوو.

په یاد راپور کې ادعا شوې وه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژل کېدو امر منظور کړی و او د سعودي د څارګرې ادارې کارکوونکو د نوموړي په امر خاشقجي په بې رحمانه ډول وژلی دی.