په سوریه کې د جګړې له امله لسګونه زره ولسي وګړي ورک شوي چې ډېرو یې ښايي ژوند له لاسه ورکړی وي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو پر اساس، چې یاد کسان په سوریه کې د جګړې پر مهال نیول شوي او تر اوسه یې د ځینو د ژوند او مړینې درک نه دی لګېدلی.
په ریپوټونو کې د عیني شاهدانو له خولې لیکل شوي، چې په دغو قربیانو کې ۱۱ کلنې نجونې هم شته، چې له تښتولو وروسته پرې جنسي تېري شوي دي.
ځینې سرچینې زیاتوي، چې ډېر یې له تښتولو وروسته په ډله‌ییزو قبرونو کې خښ شوي دي.
د ملګرو ملتونو څېړنډله زیاتوي چې دا کسان ځینې د سوریې حکومت او ځینې د حکومت د مخالفو ډلو لخوا بندیان او وژل شوي دي.
بلخوا د سوریې حکومت په دې اړه هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د حکومت بندخونې له ولسي وګړو ډکې او یا یې څوک له محاکمې پرته وژلي دي.
په سوریه کې دا ډول تاوتریخوالی د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د بشرالاسد پر ضد له ولسي پاڅون وروسته پیل شو.