د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه‌محمود میاخیل د طالبانو د پیاوړتیا آوازه ناسمه ګڼي او د دې ډلې پر وړاندې د افغان پوځ د بریا ادعا کوي.
میاخیل د افغان ځواکونو لپاره په یوه جوړشوي نندارتون کې وویل، چې طالبان لا هم جګړه کوي، ځکه یې نو تر دې د سختې جګړې ګواښونه بې‌مانا دي.
شاه‌محمود میاخیل د سولې روانې پروسې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې ټول حکومت د سولې ملاتړی دی، خو که طالبان هم سوله ونه کړي، نو د افغان پوځ له سخت مقاومت سره به مخ شي.
میاخېل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له ځینو سرچینو د طالبانو د پياوړتیا آوازې خپرې شوې، چې ګواکې دا ډله به په پسرلي کې د افغان ځواکونو پر وړاندې سخت عملیات پیل کړي.

وروسته تر هغه چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې په هېواد کې جګړه هم زیاته شوه او اوس مهال په ټولو ولایتونو کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبره کوي.