د بامیانو ولایت د روغتون یو کارکوونکی وروسته تر هغه مړ شوی چې وړاندې یې د کرونا وایروس ضد واکسین لګولی وو.

د بامیانو ولایت د عامې روغتیا رئیس علي‌اقا ناصري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا پېښه څېړل کېږي ترڅو معلومه چې یاد کس د څه له کبله وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د بامیانو ولایت د والي ویاند لطیف عظیمي بیا رسنیو ته ویلي، تراوسه نه ده معلومه چې یاد کس ریښتیا د کرونا وایروس ضد واکسین له کبله وژل شوی خو د هغه په خبره، مړه شوي کس تر دې وړاندې هم د زړه او د وینې د فشار تکلیف درلودی.

دغه راز د افغانستان د عامې روغیتا د وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، د ډاکترانو یو ټیم یې بامیانو ته لېږلی ترڅو څېړنه وکړي چې د یاد کس د مړینې اصلي علت څه وو.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د هندوستان له خوا مرسته شوی پنځه سوه زره ډوزه واکسین تطبیق پیل شو د هېواد په ټولو ولایتونو کې لومړی په روغتیايي کارکوونکي وېشل کېږي.

د عامې روغیتا وزارت ویاند وایي، تراوسه په ټول هېواد کې ۱۲ زره او ۱۶۴ روغتیایي کارکوونکي واکسین شوي او ویل کېږي وروسته تر واکسین یو څه د ځان دردۍ راپور ورکول شوی خو د هغه په خبره، تراوسه د مړینه قضیه نه ده ثبت شوې.