
پولیسو پرون یکشنبه په برما کې پر معترضانو ډزې وکړې او لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، چې په نتیجه کې یې ۱۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پولیسو دا کسان داسې مهال په نښه کړل چې د پوځ پر ضد یې اعتراض کاوه.
په دې پېښه کې ښځینه قربانیان هم شته او ځینو رسنیو د هغو دوو مېرمنو عکسونه هم خپاره کړي، چې یوه د پولیسو لخوا پر سر ويشتل شوې او بلې یې د زړه حملې له امله ساه ورکړې ده.
پر معترضانو برید د ملګرو ملتونو غوسه راپارولې او پر ټینګې غندنې سربېره یې د پولیسو دا کار ناوړه او خپلسری ګڼلی او د خلکو پر مرګژوبلې یې اندېښنه ښوولې ده.
په برما کې پوځ یوه میاشت مخکې کودتا وکړه، د ملکي حکومت د مشرې «انګ سان سوچي» په ګډون یې د هغې د ګوند ځینې غړي بندیان کړل، چې له امله یې خلکو په پرلهپسې اعتراضونو لاس پورې کړی دی.