ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د ګډو چاڼیزو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ طالب وسله‌وال وژلي دي.

له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په دوام، د قومانډو او هوايي ځواکونو په ملاتړ د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند په «افغانیه دره» کې عملیات تر سره کړل.

خبرپاڼه لیکي، چې په پایله کې د القاعده ډلې اړوند ۱۶ پاکستاني ترهګرو په ګډون، ۳۰ طالبان ووژل شول او ۶ تنه ټپیان شول.

دفاع وزارت وایي، همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شوې او د افغانیه درې اړوند د حاجیان، خلیفه ګان، ذاکر خیل کوچک او بداخیلو کلي په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاک شول.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.