د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

وروسته تر هغه چې جوبایډن د امریکا ټاکنې وګټلې او د متحده ایالاتو ولسمشر شو، داسې ښکارېدل چې زلمی خلیلزاد به له دندې لرې شي خو د بایډن نوې ادارې نوموړي پر خپل ځای پرېښود او د افغان سولې د پروسې پر مخ وړل یې ور په غاړه کړل.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې زلمی خلیلزاد به ډېر ژر افغانستان او د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي.

د بایډن تر واکمنېدو وروسته دا لومړی سفر دی چې خلیلزاد یې کابل ته کوي.

نوموړي نن له غرمې مخکې په سپېدار ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره کتلي او د افغان سولې، مذاکراتو او تاوتریخوالي پر کمېدو یې بحثونه کړي دي.

له ملي پخلاینې عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پدې لیدنه کې چې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ یو شمېر غړو هم حضور لاره دواړه خواوو د سولې په خبرو اترو، د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات هم ودرېدل او طالبانو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.

بلخوا د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې په قطر کې دی خو د طالبان پلاوی بیا نیمايي ایران او روسیې ته تللي، له دې کبله مذاکرات په ټپه ولاړ دي او په ورته وخت کې په هېواد کې جګړه تر بل هر وخت زیاته شوې او بې ګناه انسانان په کې وژل کېږي.