د هند په ګجرات ایالت کې د نړۍ په کچه د کرکټ تر ټولو ستر لوبغالی پرانیستل شو، چې په یو ځل پکې ۱۱۰ زره نندارچیان ځایېدلی شي. 

د «سردار پټېل» په نامه کرکت لوبغالی چې اوس تازه د هند د لومړي وزیر (نرېندارا مودي) په نامه ونومول شو، په نړۍ کې د تر ټولو ستر کرکټ لوبغالي په ارزښت پرانیستل شو. 

نرېندار مودي لوبغالی، چې په ۲۵۵ متره  مربع ځمکه کې جوړ شوی، څلور دروازې لري، ډریسنګ رومونه (هغه خونې چې لوبغاړي پکې جامې او وسایل اېښودل کېږي)، او یو لوی تالار پکې جوړ شوی دی.

پر دې سربېره د نړۍ په کچه په دې ستر لوبغالي کې د باران اوبو د ژر وچېدو په خاطر پرمختللی سیستم هم جوړ شوی دی.

نرېندار مودي لوبغالی داسې مهال پرانیستل شو چې په مراسمو کې یې د هند ولسمشر «رام نات کووېنډ» هم برخه اخیستې وه او په خبره یې چې هند د کرکت لوی مرکز بلل کېږي، نو پکار دا وه چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر لوبغالی هم په دې هېواد کې جوړ شي.

پر خواله رسنیو د دې ستر لوبغالي ډېر عکسونه خپاره شوي او د کرکټ د مینه‌والو پرې بېلابېلې تبصرې لیکلې دي.

 د ګجرات په ایالت کې د دې لوی کرکټ لوبغالی د جوړېدو چارې په ۲۰۱۵م کې پیل شوې. په دې لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره د هند او انګلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ پنځه ورځنۍ لوبې د ۵۵ زره نندارچیانو پر وړاندې همدا اوس روانې دي.