د افغانستان په کرکټ بورډ کې په دې وروستیو کې ژور اصلاحات رامنځته شوي او له ایرلنډ لوبډلې سره د درې یو ورځنیو لوبو لپاره یې لوبډله اعلان کړه چې تر ډېره ځوان لوبغاړي په کې لیدل کېدل او د هېوادوالو د رضایت سبب شول، چې لوبډلې وکولای شول دغه ټولې لوبې وګټي. دغه راز یې څو ورځې وړاندې د زمبابوې لوبډلې سره د ټیسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه چې په لومړي ځل په زیاته کچه ځوانان په کې لیدل کېږي.

 د افغانستان کرکټ بورډ له زمبابوې لوبډلې سره د ټیسټ لوبو لپاره دوې ورځې وړاندې لوبډله اعلان کړه  چې تر ډېره هغه څېرې کې لیدل کېدلې چې هېوادولو یې په بار بار د لوبېدو غوښتنه کړې وه او د هغوی کارکردګي ته په کتو سره یې هم حق جوړېدو چې په لوبډله کې ځای پیدا کړي.

په دې لوبډله کې هغه لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی چې په کورني کرکټ کې ښه لوبېدلي او هر لوبغاړی که توپوهونکی وي سلیزې لري او که توپ اچوونکی وي تر ټولو ډېر لوبغاړي یې سوځولي وو.

په دې کې د مثال په ډول بهیر شاه محبوب چې  کورني کرکټ کې تر ټولو پخوانیو لوبغاړو ښه لوبېدلی له ډېره اوږده انتظار وروسته په لوبډله کې ځای ورکړل شو یادونه کوو.

بهیر محبوب ۲۵ فرسټ کلاس لوبې کړې او په ۴۲ انینګز کې یې ګډون کړی چې ۳۳۲۳ منډې لري او ۳۰۳ یې تر ټولو لوړې منډې وي نوموړي په ۷۲.۵۹ اوسط سره لوبېدلی چې د افغانستان په ملي لوبډله کې د چا دومره اوسط نشته، نوموړي اته سلیزې او اته پنځوسیزې جوړې کړې وي، د هغه کارکردګۍ ته په کتلو سره یې حق جوړېدو چې پخوا په ملي لوبډله کې ورته ځای ورکړل شوی وای.

دغه راز نوموړي ته ورته ډېر لوبغاړي لکه منیر احمد کاکړ، وفادار مومند، سلیم صافی، فضل حق، ضیاالرحمن اکبر، شاهدالله کمال او عبدالمالک هغه ځوان لوبغاړي دي چې کرکټ بورډ ورته د لوبېدو چانس ورکړی دی.

تردې وړاندې دغه ځوان لوبغاړو ته د نړیوال کرکټ د کولو لپاره چانس نه دی ورکول شوی او په ډېره کمه کچه ځوان لوبغاړي به د لوبې په میدان کې لیدل کېدل.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل چې د کرکټ بورډ اداره په دومره زیاته کچه ځوان لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورکوي، چې د هېوادوالو له ګرم استقبال سره مخ شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ځینو سرچینو له قوله په دې وروستیو کې په کرکټ بورډ کې ژور اصلاحات رامنځته شوي او دغه پروسه لا هم روانه ده.

د ځینو سرچینو له قوله په کرکټ بورډ کې د سلیکشن یا د لوبغاړو د ټاکلو کمېټه له منځه تللې او پر ځای یې یو ډیپارټمنټ رامنځته شوی چې د لوبغاړو سلیکشن به کمپیوټر کوي نه ډیپارټمنټ، لوبغاړي به د خپلې کارکردګي په حساب د کمپیوټر لخوا انتخابېږي چې د چا پرفامنس فیټنس او نورې نمرې زیاتې وي په مستقم ډول به د کمپیوټر لخوا ټآکل کېږي او په سیستم کې څوک لاسوهنه نشي کولای.

د کرکټ بورډ دغه کار د افغانانو له پراخ ملاتړ سره مخ شوی دی.

بلخوا هېوادوال او د کرکټ پوهان په دې باور دي  چې کرکټ خپل عمر لري او کله چې د کوم چا عمر پوره شي باید ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شي تر څو له هېواد په ښه توګه استازیتوب وکړي.

د کرکټ پوهانو په خبره، په نوره نړۍ کې کله چې یو لوبغاړي  وګوري چې عمر یې ډېر دی او نور نه شي کولای د هېواد استازیتوب په ښه توګه ترسره کړي، ځان ګوښه کوي او نورو ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکوي هغه لوبغاړي چې پوره انرژي ولري.

 خو په افغانستان کې برعکس هغه لوبغاړي چې ځوان دې او کولای شي ښه ولوبېږي او نړۍ ته خپل استعداد ور وښایي چانس نه ورکول کېدی او پر ځای یې پخواني لوبغاړي په بار بار لوبېدل.