د امریکا سنا مجلس د ټرمپ د استیضاح طرحه رد کړه او هغه یې بېګناه ثابت کړ.

د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور و چې نوموړي پر کانګرس خپل پلویان د برید لپاره هڅولي وو، هغه تر دې وړاندې د استازو جرګې لخوا د رایو په اکثریت استیضاح شو خو د سنا مجلس له لورې هغه ته بېرته برآت ورکړل شو او بېګناه ثابت شو.

په سنا مجلس کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د نوموړي د استیضاح پر سر بحثونه روان وو، خو د شنبې پر ورځ چې کله رایه واچول شوه نو دیموکراتان ونه توانېدل چې د استیضاح لپاره د دوه پر درې برخه رایو شرط پوره کړي.

د امریکا د سنا مجلس سل تنه غړي لري او د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره پکار وه چې لږ تر لږه ۶۷ سناتوران د هغه پر ضد او د استیضاح په حق کې یې رایه ورکړي خو د شنبې په ورځ رایه اچونه کې ۵۷ سناتورانو د استیضاح په حق کې رایه ورکړه او پاتې ۴۳ کسانو یې مخالفت وکړ او د ټرمپ خوا یې ونیوله.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سنا مجلس له غړو مننه کړې چې دی یې بېګناه ثابت کړ او ویلي یې دي چې دا د کانګرس له‌خوا یې ظلم چې غوښتل یې وې کړي خو بریالي نه شول.