کابل کې نن سهار دوې چاودنې لومړۍ په پنځمه حوزه کمپنۍ سیمه کې او دویمه په لسمه حوزه کې سلیم کاروان سیمه کې وشوې.

د کابل پولیس وایي، لومړی چاودنه د ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوه چې کوم چاته په کې زیان نه دی اوښتی. د دوی په خبره دغه چاودنه د پولیسو پر رنجر موټر شوې وه.

دویمه چاودنه بیا د کابل ښار لسمې امنیتې حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې پر یوه کرولا موتر د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې، د سیمې د خلکو په خبره په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی دی، خو پولیس بیا وایي، دغې چاودنې څلور ملکیان ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې کابل ښار د چسپکي ماینونو په مرکز بدل شوی دی او هره ورځ حتمآ دغه ښار د یوې چاودنې شاهد وي، د چهارشنبې په ورځ هم کابل ښار کې چاودنه رامنځته شوه چې له کبله یې دریو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښتله.