د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د موټربم برید له کبله اته سرتېري وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ ګندمک اړوند ترازو پوسته باندې نن سهار د هاموې په وسیله ځآنمرګی موټر بم چادونه شوې چې له امله یې دعامه نظم اته سرتېرې په وژل شوي.

سرچینه وایي، همدا راز د شیرزادو بلال جومات سره نږدې د امنیتي ځواکونو له لورې له چاودیدونکو توکو ډک مازده ډوله موټر چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته د ترهګریزې پېښې په موخه راشي، موخې ته تر رسیدو وړاندې نیول شوی.

بلخوا ځینې سرچینې بیا وایي، په دغه برید کې ۱۲ د عامه نظم سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

دغه راز د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وایي، په دې برید کې ۵۰ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې دی چې د پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې هم امنیتي ستونزې زیاتې شوې او هره ورځ له دغه ولایت هم د مرګ‌ژوبلو خبرونه راځي.

بلخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي او د دواړو لورو ترمنځ اختلافات زیات شوي او دغه راز د امریکا نوي حکومت او پر طالبانو خپل باور له لاسه ورکړی او وایي، چې دغه ډله له امریکا سره پر ژمنو نه ده ولاړه.