
کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ننګرهار ولایت کې یو کس له څه اندازه نشه کوونکي تابلېتونو، چرس او الکولي څښاکو سره نیولی دی.
له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار په اړوند سیمو کې پر یوه استوګنیز کور یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۲۲۵ قرصه ټابلیت”کا” نشه کوونکي تابلېتونه، یو کیلوګرامه چرس، یو اندازه الکولي څښاک او همدارنګه د نشه يي توکو د پلور له درکه ۱۵۸۰۰۰ افغانۍ نقدې پیسې ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې په هېواد کې د امنیتي ستونزو سربېره د نشهیي توکو قاچاق هم ښه په درز کې روان دی او له هېواد بهر ته بېلابېل نشهتوکي قاچاق کېږي، دغه راز له نورو هېوادونو مختلف نشهیي مواد هېواد ته راځي چې د ګڼو ځوانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.