د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د هېواد د مخکیني چارواکو او حکومتونو یې تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې افغان جګړه کې یې پاکستان دخیل کړ.

د امریکا غږ ډیوې راډیو د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي، د پاکستان د مخکنیو واکمنانو تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې د امریکا په مشرۍ د افغانستان جګړې ته ور ودانګل او پاکستان یې له ترهګرو سره په جګړه کې دخیل کړ.

عمران خان ویلي: «مونږ وړاندې تېروتنې کړې وې او د نورو په جګړو کې ګډ شوي وو. خو دغه جګړه زمونږ نه وه د دوی د فشار له کبله مونږ په جګړه کې ګډون وکړ چې پاکستان ته یې لوی زیان واړوه.»

عمران خان مشخص ونه ویل چې د افغانستان په جګړه کې پاکستان ته څومره زیان اوښتی دی خو هغه وویل،« پاکستان د پیسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځېدلې» او باید د دغو« ناقصو تګلارو له تېروتنو څخه زده کړه وشي»

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په داسې حال کې په افغان جګړې کې د پاکستان د ګډون په اړه دپښېمانۍ نارې وهي چې افغان حکومت او افغانانو همېشه پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو پر ملاتړ، روزنه تورن کړی دی.