ولسمشرغني وايي، د مؤقتې ادارې رامنځته کېدل د وینو بهېدو په معنی ده او ټینګار یې وکړ چې د اساسي قانون ساتنه یې دنده ده.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني تېر ماښام د امریکا اسپن امنیتي فوروم ته خبرې وکړې او د ځان په اړه یې د ځینو افغان سیاستوالو او طالبانو خبرې رد کړې چې وایي، غني د سولې مخالف دی، هغه وویل:« زه د سولې مخالف نه بلکې د سولې اتل یم»

ولسمشر په دې انلاین غونډه کې د مؤقتې ادارې رامنځته کېدل د هېواد په زیان وبلل او وې ویل د لنډ مهالې ادارې رامنځته کېدل وینه تویېدنه ده، هغه د بایډن له ادارې په ټینګار سره غوښتنه وکړه چې پر طالبانو فشار راوړي او له افغانستان د خپلو سرتېرو په وتلو کې بېړه ونه کړي.

غني دغه راز زیاته کړه، تېر کال د طالبانو او مریکا تر هوکړې وروسته امریکا افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی و چې اوربند به رامنځته کېږي او په افغانستان کې به د تاوتریخوالي په برخه کې د پام وړ کموالی راځي، غني زیاته کړه، په تاوتریخوالي کې کموالی نه بلکي برعکس زیات هم شو، هغه وویل طالبان په دوحه کې له افغان مذاکراتي ټیم سره د خبرو لپاره نه حاضریږي.

د مؤقت حکومت موضوع تېره ورځ هغه مهال راپورته شوه چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي مسکو ته د خپل سفر پر مهال هلته په خبرو کې وویل، له امریکا سره یې په اسلامي حکومت سلا کړې ده او په خبره یې د اشرف غني حکومت به لرې کېږي بیا به سوله کوي.

هغه زیاته کړه، که اشرف غني څنګه له څوکۍ ایسته شي په هماغه ورځ به اوربند او سوله کوي، د ده په خبره د اشرف غني حکومت باید لرې شي او پرځای یې یو داسې اداره رامنځته شي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

ولسمشرغني د اسپن کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل:

«موقت حکومت به خپل مشروعیت له کوم ځایه اخلي، ایا افغان امنیتي ځواکونه به یې امرونه ومني، کله چې موږ موقته اداره وایو، زموږ له اساسي قانون سره به څه کوي. جمهوري نظام د واک پر سپارلو ولاړ دی، باید د ټاکنو پر نېټې هوکړه وکړو، موږ لنډمهالې ادارې لرلې چې د وینې بهېدنې لامل شوې. کابل ۱۹۹۲ کې د یوې لنډمهالې ادارې له خوا ویجاړ شو، صدر اعظم پر خپل ولسمشر بمونه وغورځول او ولسمشر له صدر اعظم سره جنګېده»

دا په داسې حال کې دی چې ولسمشرغني د پنج‌شنبې په ماښام د امریکا د نوي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر بلینکن سره ټلیفوني خبرې وکړې او امریکا ورته ډاډ ورکړی و چې په ډېر لنډ وخت کې به د نوې ادارې یو پلاوی کابل ته ورشي او له نږدې پر مهمو مسایلو بحثونه وکړي.