د پکتیا د کرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۳۵۴ پروژو له ډلې د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي او د پاتې ۱۱۶ نورو پروژو چارې هم نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موند وایي، چې د یادو پروژو له ډلې ۸۱ پروژې، چې ۴۱ یې د پیازو او ۴۰ یې د کچالو زېرمه تونونه دي د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» له لارې پلي او رغنیزې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې ۲۷۳ پروژې پلي شوي، چې په کې د کچالو ۹۹، د سپینو پیازو ۵۱ او د سرو پیازو ۲۷زېرمتونونه، د مڼو ۵۹ صفردرجې سړې خونې او ۳۷ ممیزخونې جوړول شامل دي، چې له دې ډلې د ۱۵۷ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوي دي او د پاتې ۱۱۶ پروژو چارې هم د بشپړېدو په درشل کې دي، چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته په وسپارل شي.

کرنې وزارت وایي، ددغو پروژو ټولیز لګښت ۲۸۲ میلیونه او ۸۶۹زره ۴۵۲ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران او بڼوال ورکړي دي او د زرګونه ټنه پیازو، کچالو، مڼو او انګورو د ساتنې او خوندي کولو وړتیا لري.

پکتیا د هېواد په سوېل ختېځ کې پروت ولایت دی، چې د مڼو، انګورو، کچالو او پیازو د کرکېلي لپاره مناسب اقلیم لري. دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.