د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ تنه داش وسله وال د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تیره ورځ د ننګرهار په اچین او ده بالا په سیمو کې هوایي بریدونه ترسره شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

د سرچینه په وینا، لږ تر لږه ۳ تنه وسله وال د اچین په پیخه سیمه کې وژل شوي او ۱۰ نور د ده بالا په لنګر سیمه کې ووژل شول.

د سرچینې په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

په همدې حال کې د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په اچین ولسوالی کې هوایي برید د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره شوی دی.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.