دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته امر کړی چې ژر تر ژره دې پر هغه بندونو کار پیل کړي چې بهر ته د اوبو د بهېدلو مخه نیولی شي.

ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړې دي. په دغه غونډه کې ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د اندیښنې لامل شوي، خپل تشویش څرګند او د ابي سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار وکړ.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر وویل، پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي او همدارنګه باید د کمال خان بند سیمې چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشر دغه راز د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د هیواد د سترو بندونو د بیارغاونې تعقیب ته کاري لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې له تېرو څو لسیزو راهیسي د افغانستان اوبه ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي او په تېرو شلو کلونو کې له زیاتو پیسو سره سره چې افغانستان ته راغلې لا هم نورو هېوادونو ته د اوبو بهېدلو مخه ونه نیول شوه.