د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د یو ورځینو لوبو د لړۍ به درېیمه لوبه کې د راشد خان د ۴۸ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د درېیو پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه نن په متحده عربي امارتو کې روانه ده. د دغې لوبې پچه یا ټاس د ایرلنډ لوبډلمشر وګاټه او افغان لوبډلې ته یې توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په پیل کې ښه لوبه ترسره کړه خو په منځ کې له ستونزو سره مخ شوه او د ایرلند بالران پرې برلاسي شول خو په وروستیو کې ځلانده ستوري راشد خان وکولای شول چې د ایرلنډ لوبډله له ستونزو سره مخ کړي او نوموړي پرې مناسبې منډې ترسره کړې.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۲۲ جاوید احمدي ۱۹، رحمت شاه ۲، حشمت شهیدي ۱۰، اضغر افغان، ۴۱ او محمد نبي ۳۶ منډې ترسره کړي، خو وروسته بیا راشد خان مجیب او نوین الحق وکولای شو چې د خپلې لوبډلې هدف پورته ورسوي.

راشد خان ترټولو زیاتې ۴۸ منډې مجیب الرحمن ۱۸ او نوین الحق ۱۰ منډې ترسره کړې چې په دې سره یې وکولای شول ۲۶۷ منډې هدف سیالې لوبډلې ته وټاکي. له دې وروسته به د ایرلنډ لوبډله توپوهنې ته را کوزېږي او ډېره هڅه به یې دا وي چې به دې سیریز کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړي.
هېره دې نه وي چې افغان لوبډلې د دې درېو پنځوس اوریزو لړۍ له وړاندې لا ګټلې او په لومړیو دوو لوبو کې یې ایرلنډ لوبډلې ته په لوړ توپیر ماتې ورکړې ده. د یادونې ده چې دواړو لوبدلو ته د لوبې ګټل ډېر زیات مهم دي او په یوه لوبه ګټلو دوی لس نمرې ترلاسه کوي چې دغه نمرې بیا له دوی سره د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د وتلو په برخه کې مرسته کوي.