د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت وایي، تېره ورځ یې د اماراتو په پلارمېنه اوبوظبۍ کې رسمأ خپل سفارت پرانیست.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه ګام یې د تېر کال د هغه تړون له مخې کړی چې اسرائیلو د فارس خلیج له هېوادونو سره اړیکې نورمال حالت ته راوستې او خپل دیپلوماتیک فعالیتونه یې پیل کړل.

دغه وزارت وایي، تراوسه د دوی سفارت په یو لنډ مهاله ودانۍ کې جوړ شوی تر هغه چې دوی ورته دایمي ځای جوړوي د سفارت دفتر به یې دلته وي. په ورته وخت کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګابي اشکنازی وایي، د دغه سفارت پرانیسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره یو ښه ګام دی.

په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو کابینې هم د یکشنبې په ورځ په اسرائیلو کې د خپل سفارت پرانیستل تصویب کړل. وروسته تر هغه چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د یوه تړون له مخې عادي شوې له هغه وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیم پروازونه هم وشول.

د یادونې ده چې امارات د عربي هېوادونو په منځ کې لومړنی هېواد و چې د اسرائیلو سره یې اړیکې عادي کړې، د دوی د اړیکو په عادي کولو کې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځګړي په توګه رول لوبولی وو.

له امارتو وروسته بحرین، مراکش او سودان هغه عربي هېوادونه و چې له اسرائیلو سره یې اړیکې عادي حالت ته راوستلې.