د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ میلیونه اوښتی او کېدای شي دا شمېره نوره هم لوړه شی.

امریکا هغه هېواد دی چې د کرونا ناروغي پکې تر ټولو هېوادونو زیاته شوه او ډېر بې ساري تلفات یې په دغه هېواد کې واړول.

په امریکا کې د کرونا وایروس له کبله تردې مهاله نږدې ۴۱۸ زره کسان وژل شوي دي او په دې وروستیو اوونیو کې په دغه هېواد کې د کرونا له کبله د مړینې ورځنی شمېر له څلور زرو اوښتی دی.

دغه راز د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې تر مراسمو وروسته وویل، له کرونا وایروس سره به کلکه مبارزه کوي او خلکو ته یې ماسک اچولو امر ورکړ کوم چې ټرمپ ویلي و چې کرونا خطرناکه نه ده ماسک اچولو ته اړتیا نشته.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د کرونا وایروس له کبله د مړینې شمېر زیات شي او ژمنه یې وکړه چې په نږدې څو ورځو کې به د سل میلیونه کسانو لپاره واکسین تیار شي او پر هغوی به و وېشل شي.

خو امریکایي رسنۍ بیا د واکسین د کمښت راپورونه ورکوي.