د امریکا د استازو جرګې او سنا مجلس لوید آستن د متحده ایالاتو د دفاع د نوي وزیر په توګه ومانه او د هغه واکونه یې تایید کړل.

جنرال لویډ اسټین تر دې وړاندې د امریکا د ګډو امنیتي ځواکونو د لوی درستیزوالي مرستیال وو، هغه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په منځني ختیځ او منځني اسیا کې د امریکایي ځواکونو قومندان و.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ټآکنیزو کمپاینونو په وخت کې ویلي و، چې د نوموړي په دوره کې به تور پوستو او ښځو ته هغه څوکۍ ورکړې چې مخکې نه وې ورکړل شوې.
لوید استن د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی دی چې د نړۍ د ځواکمن پوځ مشري ور سپارل کېږي، هغه اووه کاله مخکې له سپینې ماڼۍ وتلی و.

لوید آستن یو متقاعده جنرال دی او د «وست پاینټ» له پوهنتون څخه فارغ شوی دی چې ۴۱کاله کاري تجربه لري. نوموړي پنټګان ته تر ورتګ مخکې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې خوشحال دی د امریکا د دفاع د لومړي‌ تورپوستي وزیر په توګه دنده پیلوي.

ښاغلي آستن په ۲۰۱۶کې تقاعد کړی و، دا چې هغه له خپل تقاعده څخه اوه کاله وروسته د امریکا د دفاع د وزیر په توګه دنده پیلوي، یو لړ حقوقي مسایل وو چې باید حل شوي واي، دا مسائل کانګرس ته وړاندې شوي و او هغوی تائید او حل کړل.