د عراق په پلازمنیه بغداد کې پرون د جامو په بازار کې د دوه پرله پسې چاودو چې نږدې ۳۲ تنه يې ووژل، مسولیت داعش پر ځان واخیست.

د عراق په پلازمینه بغداد ښار کې پرون د جامو په یو بازار کې د دوه پرله پسې چاودنو مسولیت داعش پر ځان واخیست.

سرچينې وايي، چې په ورته وخت کې د عراق حکومت یو اضطراري ناسته ونیوله او په دې تړاو د پلټنو دستور يې ولیږه.

د عراق امنیتي چارواکي رسنیو ته وايي، چې دا بریدونه د بغداد د طیران میدان په یو ګڼه ګوڼ ځاې کې ترسره شوې.

ویل کیږي چې په وروستیو درې کلونو کې دا لومړي بریدونه وو چې د عراق په پلازمینه بغداد کې ترسره شول او پکې لږتر لږه ۳۲ تنه ووژل شول او نږدې ۱۱۰ تنه ټپیان شول.

د پیښې یو عیني شاهد وايي، لومړی چاودنه د یوې ودانۍ مخ ته وشوه، لږ وروسته بله چاودنه هم هماغه ځاې کې وشوه. نوموړی وايي، د غوښتل چې خپل دوست ابوطارق ته څه راوړي کله چې راستون شو نو هر څه ګډوډ وو.

دغه راز د عراق امنیتي چارواکي وايي، چې لومړنۍ ترهګر پر دې بهانه چې ناروغ دی خلک يې شاوخواته راټول کړل وروسته يې سمدلاسه خپل ځان وژنې واسکټ ته چاودنه ورکړه.

کله چې خلک د پیښې قربانیانو ته مرستې په موخه ولاړل بل ترهګر هم ځان ته يې چاودنه ورکړه.

د اسلامي دولت وسله والو خبري آژانس (اعماق) د خپل ټلګرام چنل له لارې ویلي چې د دې ډلې دوه کسانو د عراق په بغداد کې پرون دا دوه ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.

وروسته له دې چې په عراق کې داعش ماته وخوړه، ملګرو ملتونو په خپل وروستی راپور کې ویلي چې له ۱۰ زرو ډیر داعشي وسله وال په عراق او سوریه کې فعالیت لري او د دې ډلې ژور ریښې په کلو کې امنیتي ځواکونه موخه ګرځوي.