د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله نن د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره پر یوه ورځنۍ لوبه بوخت ده، افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او پخوانیو لوبغاړو د تل په څېر کومه کارکردګي ونه ښوده خو ځوانو لوبغاړو وکولای شو چې افغان لوبډله یوه ښه هدف ته ورسوي.

د دغې یوې ورځنۍ لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلمشر اضغر افغان وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د افغان لوبډلې د توپوهنې لپاره دوه پیلیز لوبغاړې رحمان الله ګربز او جاوید احمدي راغلل.

جاوید احمدي او رحمان الله ګربز د سلو منډو ملګرتیا سره وکړه او وروسته جاوید احمدي په ۳۸ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه او په درېیم نمبر رحمت شاه میدان ته را کوز شو هغه تر ډېره په کریس پاتې نه شو او په درېیو منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. ورپسې کپتان اضغر افغان، محمد نبي، ګلبدین نایب په ۶، ۳، اود ۲ منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

خو په دې لوبه کې ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز په زړه پورې لوبه وکړه او د ۱۲۷ توپونو په لوبولو سره یې د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ وکولای شو ۱۲۷ منډې ترسره کړي، دا د نوموړي لومړۍ پنځوس اوریزه نړیواله لوبه وه چې وې کولای شو سلیزه پکې ووهي او لومړی افغان شو چې دا کارنامه یې ترلاسه کړه.

دغه راز په دې لوبه کې نجیب الله ځدراڼ ۲۹ منډې ترسره کړې خو راشد خان بیا وکولای شو چې ۵۵ منډې ترسره کړي او ډېر کم هدف لوړ هدف ته ورسوي.

افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۲۸۷ منډې هدف وټاکه چې په څو شېبو کې به سیاله لوبډله هم د توپ وهنې لپاره میدان ته را کوزه شي.