د افغانستان ماليي وزارت وايي، چې یوې مشترک تخنیکي کمیټې ته دنده سپارل شوې ده چې د دولتي مامورینو د معاشونو زیاتیدل په هر اړخیزه ډول وڅېړي.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته پوه لېږلې ویډیو کې ویلي، چد افغانستان کابینه به وروسته د دې کمیټې له څیړنو فیصله وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې کمیټې له وړاندیز وروسته به کابینه پریکړه وکړي او د مالي امکاناتو پام کې نیولو سره او د مامورینو په معاشونو کې به زیاتیدل او مثبت تغییر رامنځته شي.

تردې وړاندې ولسي جرګې هم د ټیټ رتبه معلمانو، سرتیرو او اجیرانو د معاشونو پر زیاتیدو ټینګار کړی وو او غوښتي يې وو چې د دوې معاشونه باید له نورو دولتي کارکوونکو سره یو شان شي.

په دې حال کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې طرح د ولسي جرګې لخوا دوه ځله د معاشونو یو شان کولو په دلیل رد شوی دی.

دغه راز دې وزارت زیاته کړه، چې د دولتي مامورینو د معاشونو زیاتیدل او یوشان کیدلو مسله يې درې میاشتې مخکې ولسمشر غني سره مطرح کړی وو او ماليي وزارت او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون ته سپارلې وه.