د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس وایي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون د دې لامل شو په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې ورته پېښې ترسره نه شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال په خپل خبرو کې په دې هیواد کې په یو نظامي قرارګاه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شتون په دلیل د دې هیواد کې خلکو ته د آزادی تمه پیدا شوې ده او اوس یوې ښه راتلونکي راتګ لپاره په خپل منځ کې خبرې اترې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تیر کال له فبروري څخه تر اوسه هیڅ امریکايي سرتیري ته د افغانستان په جګړه کې زیان ندی رسیدلی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه ويلي و، چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر صفر ته رسیدلی دی او د نوموړي د دې خبرې ته افغان چارواکو غبرګون ښودلی ځکه چې د دوې د سرتیر د له منځه تلو صفر رسیدلو لامل د جګړې نه کول کیداې شي.