د کابل ښار څلورمې امنیتې حوزې اړوند پروان ۳ سیمه کې پر یوه کرولا موتر چاودنه شوې چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي، دغه چاودنه څو شېبې وړاندې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروا ۳ سیمه کې رامنځته شوې چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه پېښه د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې او تراوسه معلومات نشته چې یاد موټر د څه له کبله اور اخیستی دی، خو هغه وایي چې چاودنه نه وه.

نوموړي ویلي، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او نورو ولایتونو امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي او هره ورځ کابل ښار د څو چاودنو شاهد وي چې درنې مرګ‌ژوبلې هم له ځانه سره لري.