د راپورونو له مخې، په کندز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۲۰ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

کندز کې یوې امنیتي سرچینې خامه پرس ته وویل، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د کندز ولایت په دښت ارچي سیمه کې د امنیتي سرتېرو پر پوسته ډله‌ییز برید کړی چې په پایله کې یې ۱۳ سرتېري او څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړه، په دې برید کې ۱۴ طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه راز راپورونه وایي، د طالبانو په یو بل برید کې چې د امنیتي سرتېرو پر پوسته یې د باغ شرکت په سیمه کې وکړ شپږ امنیتي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو سره برید کې ۲۱ سرتېري ووژل شول.

د کندز ولایت امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.